له ننګرهار ولايت نه په بټي کوټ ولسوالۍ کې د پوليسو په پوسته د وسلوال بريد خبر ورکړل شو.
په خبر کې ويل شوي پوسته چې د تورخم او جلال اباد دعمومي سرک په سر په فارم چهارسيمه کې موقعيت لري نن سهار وختي 4 نيمي بجې د مجاهدينو تر بريد لاندي راغله.
د بريد له امله د پوستې ودانۍ زيانمنه شوې او په دې سربېره 3 پوليس وژل شوي او 4 نور مرګوني ټپیان دي.
2014-02-26
افغانستان